امنیت او پېښې

د سالنګ لویه لار د شپږمې ورځې لپاره تړلې پاتې ده

د طالبانو د عامه چارو وزارت وايي چې د هېواد له مهمو ترانزيتي لارو څخه یوه، یعنې د سالنګ لویه لار، له شپږو پرله‌پسې ورځو راهيسې تړلې پاتې ده او د دې لارې د خلاصولو هڅې تر اوسه بې‌پايله دي. د دې وزارت وياند اشرف حق‌شناس د دوشنبې په ورځ (۶ دلو) په يوه خبرپاڼه کې وويل، چې درنه واوره او سخت باد د سالنګ سيمې د واورې پاکولو بهير له جدي ستونزو سره مخ کړی او د تخنيکي ټيمونو کار يې ورو کړی دی. طالبان له خلکو غوښتنه کړې چې تر راتلونکې خبرتيا پورې د سالنګونو لور ته د تګ راتګ څخه ډډه وکړي. دغه لاره د هېواد د شمالي او مرکزي ولايتونو د نښلېدو بنسټيزه معنا لري او د هغې اوږدمهاله تړل کېدل همېشه د خلکو پر ژوند او تګ راتګ اغېز اچوي. په همدې حال کې، د عامه چارو وزارت د بدېلې لارې په توګه د جادو دوشي–باميانو لار وړانديز کړی او ويلي يې دي چې خلک کولای شي له دې لارې د چټکو موټرو په وسيله سفر وکړي. خو د سالنګ لویې لارې څو ورځنی تړل‌کېدل بيا د طالبانو د ادارې د تيارۍ، کړکېچ د مديريت او د هېواد د حياتي زيربناوو د ساتلو د وړتيا په اړه پوښتنې راولاړې کړي دي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button